د بغلان ولایت پلخمرۍ ښاروالۍ پیژنده

 

پلخمري  ښاروالۍ  په ۱۳۱۸ کال کې تاسیس شوه چې هغه وخت یې نوم «بلدیه» و. د دې له امله چې د پلخمري ښار مساحت کوچنی و، د دې تشکیلات د یوې اداري واحد (ولسوالۍ) په توګه وو.

په هغه وخت کې د بغلان ولایت مرکز د اوسني بغلان مرکزي ولسوالۍ کې موقعیت درلود. وروسته، کله چې په ۱۳۶۸ کال کې د ولایت مرکز له بغلان مرکزي څخه پلخمري ته انتقال شو، د پلخمري ښاروالۍ تشکیلات د ریاست کچې ته لوړ شول.

اوس مهال د پلخمري ښاروالۍ د منظور شوې بودیجې له مخې د دوهمې درجې ښاروالۍ په توګه په بغلان ولایت کې فعالیت لري، چې پته یې د پلخمري ښار دوهمه ناحیه، د قهوه خانې باغ ترڅنګ ده.